پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهار له معارف سره د۷۰پايي کمپیوټرونومرسته وشوه
نیټه: Sun, 24 Dec 2017 11:54:46 +0000

 
دد ووبیلابیلو وزارتونو چي جلا جلا مسؤلیتونه لري یويي دملي دفاع وزارت اړوند د۲۰۱سیلاب قول اردو معاون اوبل يي دننګرهار دمعارف ریاست مشر دی. 
دلته د۲۰۱سیلاب قول اردو مسؤلین دننګرهار دمعارف ریاست له مسؤلینو سره دیوسند تر لاسلیک وروسته د۷۰ پایو کمپیوټرونو مرسته کوي.
مرسته کوونکي وايي له دي مرستو يي موخه دټیکنالوژۍ په برخه کي دزده کوونکو وړتیاوي لوړول دي. 
دمعارف ریاست مسؤلین له دوی سره شوي مرسته  په ورین تندي قبلوې او له مرسته کوونکو مننه کوي چي دزده کوونکو داړتیاوو تر پیژندو وروسته يي تر یو بریده ددوي اړتیاوې  پوره کړي. 
او ژمنه کوي چي مرسته شوی کمپیوټرونه به دننګرهار ولایت دلرو پرتو او نسبي ناامنو ولسوالیو په ښوونځيو ویشي. 
دمعارف ریاست چارواکو  د۲۰۱ سیلاب قول اردو له مسؤلینو وغوښتل چي هغه سیمي چي دپوځي عملیاتو وروسته دوسله والو مخالفینو له شتونه پاکي شوي او دعملیاتو پرمهال پکي ښوونځي زیانمن شوي په بیارغیدو کي دي ورسره مرسته وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته