پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان او هند ترمنځ یوه بله هوايي لارهم پرانیستل شوه
نیټه: Wed, 27 Dec 2017 13:54:56 +0000

د جمهور رئیس دوهم مرستیال وايي، افغانستان د سوداګرۍ لوی پلانونه طرحه کړي او ډېر ژر به د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې وصل شي.

په‌دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وویل چې له هند سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراختیا مومي او په اقتصادي برخه کې د هندوستان ۱۱۶ پروژې به په ۳۱ ولایتونو کې پلی شي.
د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش وايي، کوم پلانونه چې په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې په پام کې نیول شوي وو د عملي کېدو په حال کې دي او له هند سره د دوهم هوايي دهلېز پرانیستل کېدل هم د دغو پلانونو برخه ده.
سرور دانش د چهارشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان ـ هند د هوايي دهلېز دوهمې برخې د پرانیستلو په مناسب جوړې شوې غونډې ته وویل، هند له دوی سره ژمنه کړې ده چې د سوداګرۍ او افغاني تولیداتو پراختیا لپاره به په ممبۍ ښار کې نندارتونونه جوړ کړي.
دانش زیاتوي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا پر یوې برنامې کار کوي.
نوموړی وايي، له دغه دهلېز څخه د استفادې په لومړي پړاوو کې به څلوېښت ټنه تازه مېوه د هند ممبۍ ښار ته انتقال شي.
د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز د روان هجري لمریز کال د جوزا په میاشت کې پرانیستل شو چې دغه ګام د افغان سوداګرو له هرکلي سره مخامخ شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تر دې دمه د دغه هوايي دهلېز له لارې ۱۶۶ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شوې چې ارزښت یې ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په دې برخه کې د حکومت هڅې او د هند همکاري ستایي.
هغه چې د افغانستان او هند د هوايي دهلېز دوهمې برخې د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د قزاقستان الماتا ښار ته به هم د افغاني توکو د لېږد لپاره ډېر ژر هوايي دهلېز پرانیستل شي.
"له نېکه مرغه چې زموږ د مېوو بیه د نوي ډیلي په نسبت په ممبۍ ښار کې دوه برابره لوړه ده او زه له جمهور رئیس نه مننه کوم، دغه هوايي دهلېز به نه یوازې زموږ سوداګر تشویق کړي بلکې باغ لرونکي به هم د حاصلاتو د زیاتېدو ته وهڅوي،افغانستان سږکال ۲۰۸۰۰۰ ټنه میوه بهرنیو هېوادونو صادره کړې او دا د دغه هېواد په تاریخ کې مخینه نه لري."
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیاله عادله راز د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د هند همکاري ستايي او ټینګار کوي چې حکومت به په نېږدې راتلونکې کې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهليزونه رامنځته کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته