پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د وليبال ټورنمټ پیل شو
نیټه: Thu, 28 Dec 2017 11:22:11 +0000

 

په دغه ټورنمنټ کی اته ټیمونه برخه لري چی د انسانی قاچاق د مخنیوي په هدف په لاره اچول شوي.
دغه ټورنمنټ به درې ورځي دوام وکړي چی په کې ښاروالۍ،اتحاد ،شګه کلې،بوډیالۍ چپرهار،غلام قادر چپرهار ،سرخود، او بهسود ټيمونه برخه لري.په یادو ټیمونوکې نن د ښاروالۍ او بوډیالې ټیمونو ترمنځ سیاې ترسره شوې چی ښاروالۍ ټيم وکولای شو د بوډیالۍ ټيم ته ماتي ورکړي. 
 بل خوا لوبغاړي وايي داسی مسابقات کولای شي ځونان د نشه یي توکو له کارولووژغوري.
 دوې له حکومت څخه غوښتنه کوي چي د هغو ځونانو  د تګ مخنیوی دې وکړي چی  په قاچاقي ډول نورو هیوادونو ته سفرونه کوي. 
دغه سیالۍ په ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ایف ار ډي  موسسي لخوا په لاره اچول شوي  دي چي موخه يي  د انساني قاچاق مخنیوی ښودل شوی دی.
هیره دي نه وي چي ایف ار ډي موسیسی له دي وړاندی هم د ننګرهار په سراج العمارات بڼ کي  د کرکټ سیالۍ په لاره اچولي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته