پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: ترکمنستان په افغانستان برېښنا پرې کړه
نیټه: Mon, 01 Jan 2018 11:42:31 +0000

 
د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې ترکمنستان د هرات، فارياب، سرپل او جوزجان سرحدي ولايتونو وارداتي برېښنا پرې کړې ده.
د برېښنا شرکت عمومي مشر امان الله غالب ويلي، ترکمنستان  هوډ کړی چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا بيه لوړه کړي او افغانستان د ترکمنستان  دغه غوښتنه نه ده منلې او له همدې امله يې برېښنا پرې کړې ده.
غالب هيله څرګنده کړه چې ډېر ژر به په دې اړه ترکمنستان ته يو پلاوی سفر وکړي او مقابل لوري ته به د افغان دولت او خلکو شرطونه مطرح او هوکړې ته به ورسېږي.
د اندخوی د برېښنا شرکت مشر غلام سخي وکيل زاده وويل چې تېره شپه ۱۱:۲۰ دقيقې د فارياب، جوزجان او سرپل برېښنا پرې شوې ده.
په ورته وخت کې د فارياب اوسېدونکي، د برېښنا پرې کېدو له امله د ترکمنستان له اقدام څخه اغېزمن شوي او د ملي يووالي حکومت پر مشرانو يې تور لګولی چې په هېواد کې د برېښنا د بندونو جوړېدو ته پاملرنه نه ده کړې، وايي چې د افغانستان پرېمانه اوبه ګاونډيو هېوادونو ته ځي، خو ملت نورو ته د سوال لاس اوږدوي.
د فارياب د پوهنې يوه ښوونکي عبدالرسول وويل چې که ټول افغانستان له وړيا وارداتي برېښنا څخه کار واخلي، خو د برېښنا سويچ د دوی په لاس کې نه دی او نورو ته اړ دي.
هغه وويل چې دولت دې ژر تر ژره د برېښنا بندونو جوړولو اقدام وکړي او افغانستان دې له احتياج او سوال څخه خلاص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا وزير فارياب ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو چې د افغانستان لپاره د ترکمنستان يو کيلوواټ برېښنا، دوه امريکايي سنټه (کابو يوه نيمه افغانۍ) تمامېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته