پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې افغانستان ته ستانه شي
نیټه: Thu, 04 Jan 2018 11:05:27 +0000

 

پاکستان په دغه هیواد کې مېشت سلګونو زرو راجستر شویو افغان کډوالو ته یوازې د یوې میاشتې وخت ورکړی، چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکي وایي چې دوۍ له ډېرې مودې راهيسې د افغان کډوالو بوج پورته کړى او اوس د دې وخت را رسېدلى چې دوى خپل هېواد ته کډه شي.
خو بل لورته د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره مياشت ويلي وو چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو هوکړه کړې ده.
په ګاونډي هیواد پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر مياشتې په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.
د پاکستان د ملي راډيو راپور له مخې د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د افغان کډوالو پر موضوع بحث وشو.
سرچينې زياته کړې، له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو تر يوې بلې مياشتې پورې وغځول شي.
دغه راز د پاکستان کابينې دا پرېکړه هم وکړه چې د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ژر تر ژره ستنولو لپاره به له نړيوالې ټولنې سره دا موضوع راپورته کوي.
د راپور له مخې، په کابينه کې دا هم وويل شول چې پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د افغان کډوالو بوج پورته کړى او اوس د دې وخت را رسېدلى چې دوى خپل هېواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې يو ميليون او ٦٠٠ زره راجستر شوي او شاوخوا ٧٠٠ غير راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره مياشت پژواک ته ويلي وو چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو هوکړه کړې ده.
د دغه وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل  ويلي وو، پاکستان دغه هوکړه په ترکيه کې د درې اړخیز کمېسیون په ٢٩مې غونډه کې کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل زياتوي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې يو سند هم لاسليک شو چې له مخې به يې پاکستان تر راتلونکي يو بل کال پورې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې له غځولو سره موافقه وکړه.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کړه ده. 
دوۍ لیکلي، واقعیت روښانه دی، پاکستان د افغانستان له کمزوریو ګټه اخلي ولې پاکستان له هندوستان سره په ختیځه پوله کشمېر کې مبارزه نه کوي؟
تردې وړاندې په ۲۰۱۶م عیسوي کال کې کله چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې وې، د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې له امنیتي ځواکونو نیولې بیا تر ولسه پورې د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه خپاره شول. ان تر دې چې په پېښور کې ځينو خلکو د افغان کډوالو پر ضد لاریونونه هم وکړل.
همغه وخت ځينو کډوالو د خپل وطن ګل وطن؛ په نامه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې کمپاين هم پېل کړ، چې دغه کډوال د کډوالۍ ژوند ته مخه ښه وکړي او بېرته خپل وطن ته ستانه شي، خو د دواړو څنګلوریو هیوادونو ترمنځ د اړیکو تر لږ ښه کېدو وروسته دغه کمپاين هم بېرته تت شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته