پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په محداغې ولسوالۍ کې دځانګړوځواکونو دوه سرتیري وژل شوي
نیټه: Thu, 04 Jan 2018 11:25:46 +0000

 

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په ١٤مه وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو غوښتل د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې عمليات وکړي.
هغه وايي چې دغه ځواکونه په ياده سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوي او جګړه پيل شوې ده.
ده وويل چې په دې جګړه کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.
دغه راز د زرغون ښار سيمې اوسېدونکي وزيرمحمد ويلي چې تېره شپه لومړى درې چاودنې وشوې او بيا جګړه پيل شوه.
دوسله ولو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه بريد د ملي امنيت پر صفر يک قطعې ترسره شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٨ سرتېري وژل شوي او درې موټر يې هم له منځه تللي دي.
زرغون ښار د محمداغې ولسوالۍ له نا امنو سيمو ده چې ډېره برخه يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته