پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني-اروزګان کې ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Thu, 04 Jan 2018 11:40:56 +0000

 
په غزني کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د مرغومي په ١٤مه وويل چې له وړمې ورځې راهيسې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو په غزني ښار او اندړو ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې تر اوسه شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د دې عملياتو په ترڅ کې شل کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د ناني سيمې اوسېدونکي رحمت الله ويلي کومې سيمې چې امنيتي ځواکونه له طالبانو څخه نيسي، بايد د ساتلو پلان يې هم ولري.
خو طالبان بيا په غزني کې د مرګ ژوبلې خبره ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په غزني کې امنيتي ځواکونو د روانو عملياتو په ترڅ کې هېڅ پرمختګ نه دى کړى او نه يې هم کومه سيمه نيولې ده.
ده وويل چې د غزني په جګړه کې تر اوسه طالبانو ته کومه مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.
بلخوا چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې د روانو عملياتو کې ۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان رحمت شاه قيمتي د مرغومي په ویلي چې د  ترینکوټ اړوند ختیځ اړخ ته تېره ورځ عمليات شوي دي.
هغه زياته کړه چې په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه سرګروپ په ګډون ۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، دوی په سیمه کي تر نیم کیلومتره پورې پرمختګ لري او اوس يې هم په سيمه کې د ماین پاکولو او شنډولو چارې روانې کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته