پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې د۳۰ میلینوډالروپه ارزښت یوه فابریکه ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه
نیټه: Sat, 06 Jan 2018 12:15:37 +0000

 

ولسمشر محمد اشرف غني د خان سټیل د وسپنې د ویلي کولو فابریکه پرانېسته

د افغانستان ولسمشر وايي غواړي افغانستان د پولادو په صادروونکي هېواد بدل شي.

محمد اشرف غني په کابل کې د پولادو د يوې فابریکې د پرانیستلو پرمهال وويل، افغانستان له دوو میلیاردو ډېرې د اوسپنې زېرمې لري، خو هره ورځ درې نیم زره ټنه سيخ له بهره واردوي.

د خان سټیل د وسپنې د ویلې کولو د فابریکې مشر خان محمد وردګ د دغې فابریکې پرانېستغونډې ته وویل چې دغه فابریکه د وسپنې د ویلي کولو ټولې چارې په معیاري ډول پرمخ وړي.
 وردګ وویل، له دې وروسته دوی په کور دننه د ساختماني ودانیو د سیخانو ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي.
د خان سټیل فابریکې مشر له افغان حکومته غواړي چې د دفاع وزارت زړې وسپنې د ویلي کولو لپاره د دغې فابریکې په واک کې ورکړي.
وردګ وايي، په دغه فابریکه کې په مستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمنیه برابره شوې ده.
نوموړی زیاتوي، هر کال د میلیونو ډالرو په لګښت د ساختماني چارو لپاره مواد له بهره افغانستان ته راځي چې د دغې فابریکې په فعالیت سره به راکم شي.
دغه فابریکه د یوه افغان سوداګر له خوا د کابل په صنعتي پارک کې، د څه باندې ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته