پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امريکا په پاکستان دوه ميليارده ډالره پوځي مرستې درولې دي
نیټه: Sat, 06 Jan 2018 13:14:10 +0000

امريکا له پاکستان سره نږدې دوه ميليارده ډالر پوځي مرستې وروسته له هغه وځنډولې چې دغه هېواد يې د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړ.
 د پاکستان او امريکا ترمنځ شخړې او ناندريو وروسته له هغه زور واخيست، چې تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر په خپل يو ټويټ کې پاکستان پر دروغ ويلو او درغلۍ تورن کړ.
هغه ويلي : (( موږ په تېرو ١٥ کلونو کې تر ٣٣ ميليارده ډالرو زياتې مرستې له پاکستان سره کړې دي، خو هغوى موږ ته دروغ ويلي او دوکه يې راکړې، په داسې حال کې چې اوس هم په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې شته.))
د ولسمشر ټرمپ تر يادو څرګندونو وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې نورې هم خرابې شوې او امريکا لومړى له پاکستان سره ٢٥٠ ميليونه ډالره مرسته وځنډوله او پرون يې د نږدې دوه ميليارده ډالرو نورو پوځي مرستو د بندولو اعلان وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې پاکستان ته يې ډېر صبر وکړ او وخت يې و رکړ چې څو د امريکا غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، خو هغوى داسې ونه کړل.
سرچينې زياته کړې چې پاکستان ته به د يو ميليارده ډالرو په ارزښت د هغو پوځي وسايلو ورکړه وځنډول شي چې پخوا يې ژمنه شوې وه.
دغه راز امريکايي سرچينې ويلي، پاکستان ته  نږدې ٩٠٠ ميليونه ډالر نور ورکول کېدل، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يې ولګوي.
بلخوا په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي چې دوى له ترهګرۍ سره د پاکستان د ناسمې مبارزې له امله دغه مرستې ځنډولې دي.
همدارازد امريکا دفاع وزير جيمز مټيس ويلي، که چېرې پاکستان د حقاني ډلې او افغان طالبانو پر وړاندې سم اقدامات وکړي، نو ځنډول شوې مرستې به ورکړل شي.
هغه زياته کړې چې د پاکستان له خوا د دوى د اکمالاتي لارو د بندولو يا له بل هر ډول غبرګون څخه هېڅ ډول اندېښنه نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته