پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دکورنیوچارو وزارت: دکندهارله امنیه قوماندان سره به قانوني چلند وشي
نیټه: Sat, 06 Jan 2018 13:18:45 +0000

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کندهار له امنیه قومندان سره به د هغه د وروستیو څرګندونو له امله قانوني چلند وشي.

د کندهار امنيي قوماندان څو ورځې وړاندې ویلي وو چې مرکز حکومت یې له دندې نه شي ګوښه کولی .
هغه دغه راز ویلي وو چې دا حکومت انتخابي نه دی او د یوه ایتلاف له مخې منځ ته راغلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کندهار له امنیه قومندان سره به د هغه د وروستيو څرګندونو له امله د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تېره سې شنبه رسنیو ته ویلي وو چې مرکزي حکومت يې له دندې نشي ګوښه کولی.
هغه دغه راز ویلي وو چې دا حکومت انتخابي نه دی او د یوه ایتلاف له مخې منځ ته راغلی.
خو تېره ورځ په کابل کې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نصرت رحيمي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کندهار له امنیه قوماندان سره به د هغه د وروستیو څرګندونو له امله د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي.
د افغانستان د قوانینو له مخې پوځي چارواکي په سياسي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د تېرې اونۍ په پیل کې د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې د بلخ دوو پوځي چارواکو ته يې د سياسي جريانونو د ملاتړ له امله ډيسپليني جزا ورکړې ده.
دوه اونۍ وړاندې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ لپاره نوی والي اعلان او پخواني والي يې له دندې لرې کړ، د بلخ د عامه نظم پولیسو قوماندان حسیب الله قریشي او د هغه ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري د نور ملاتړ کړی و.
ولسمشرۍ ماڼۍ نږدې دوه اونۍ وړاندې وویل، چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې او د هغه پر ځای د بلخ لپاره انجنیر داود د والي په توګه ګومارلی دی.
خو وروسته عطا محمد نور وویل، چې له دندې یې استعفا نه ده ور کړې او کومه استعفا چې ارګ ښيي، هغه هم د تېر کال له ارګ سره د جمعیت په استازۍ د خبرو د مهال ده.
نوموړي ویلي و، هغه خبرې چې ناکام شوې، نو استعفا هم ور سره باطله شوه.
نوموړی وايي، چې حکومت له جمعیت ګوند سره هوکړې ته رسېدلی نه وي، تر هغه به له دندې ګوښه نه شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته