پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اردوغان: امریکا دې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي
نیټه: Sat, 06 Jan 2018 13:27:42 +0000


د ترکیې ولسمشر وایي امریکا دې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
 رجب طیب اردوغان فرانسې ته تر خپل سفر وړاندې د پاکستان په اړه د ټرمپ د څرګندون په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او اسراييل د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي. 
دده په وینا امریکا د ګڼو هېوادونو پر وړاندې توطئې جوړې کړې دي. اردوغان ویلي ترکیه د پاکستان تر څنګ ولاړه ده او ملاتړ یې کوي. 
هغه همدا راز ویلي چې امریکا د ترکیې پر وړاندې هم ځينې پلانونه لري، خو د ترکیې ملت هر څه ته متوجه دی او څوک یې پر وړاندې ورانکاري اقدامات نه شي تر سره کولی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته