پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امنيت شورا: ترهګروملاتړ کوونکي بايد د محاکمې مېز ته راکش شي
نیټه: Sun, 07 Jan 2018 09:59:30 +0000

 
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د کابل د وروستي ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ د ترهګرو ډلو د مسوولينو او مالي ملاتړ کوونکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده د بنايي په سيمه کې د داعش له خوا په يوه ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه ووژل شول او تر ٣٠ زيات ټپيان شول.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل وروستى بريد غندل شوى دى.
سرچينې د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک ګڼلى او دوى ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
د امنيت شورا ويلي، ترهګري چې په هره بڼه کې وي، د ټولې نړۍ امنيت او ثبات يې له ستر ګواښ سره مخ کړى دى.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ تنظيموونکي، ملاتړ کوونکي او مالي همکاري کوونکي بايد د محاکمې مېز ته راکش کړاى شي.
د  امنيت شورا ټولو ١٥ غړو له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د مصوبې په رڼا کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته