پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سرتېري: د جګړې کولو اجازه نه راکول کيږي
نیټه: Sun, 07 Jan 2018 10:23:46 +0000

 
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وايي چې د نا معلوم دليل له مخې د جګړې کولو اجازه نه ورکول کيږي.
امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دى چې شاوخوا شل ورځې وړاندې په کې عمليات پيل شول او يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو څخه امنيتي ځواکونو ونيولې.
د همدې ولسوالۍ د قرغز په سيمه کې دويم څارن نجم الدين حکيمي د مرغومي په ١٧مه وويل چې دغه سيمه د جګړې لومړى کرښه ده، خو د نا معلوم دليل له مخې دوى ته د جګړې اجازه نه ورکول کيږي.
حکيمي وايي: (( موږ قوماندې ته په تمه يو، چې موږ ته د جګړې قومانده وشي نو يو شمېر هغه سيمې به له طالبانو څخه ونيسو چې اوسمهال د هغوى په واک کې دي.))
د هغه په وينا، طالبان دوى ته ډېر نږدې پراته دي، که په دغه موسم کې يې له مخې پورته نه کړي، نو وروسته بيا ورته ستونزې جوړوي.
دغه راز په دې سيمه کې بل سرتېري محمد صابر هم وويل چې طالبان کمزوري شوي، امنيتي چارواکي بايد دوى ته د جګړې اجازه ورکړي.
ده زياته کړه: (( شل ورځې وړاندې موږ عمليات پيل کړل، قرغز سيمه مو له طالبانو څخه ونيوله، اوس په قرغز کې موږ يو، دا د جګړې لومړۍ کرښه ده، خو د نا معلوم دليل له مخې جګړه ولاړه ده.))
په دې سيمه کې يو شمېر نورو سرتېريو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې کاوه چې د جګړې اجازه بايد ورکړل شي.
همدارنګه د قرغز سيمې اوسېدونکي حاجي ګل محمد ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرې سيمې امنيتي ځواکونو نيولې دي.
د ګل محمد په وينا، په تېرو جګړو کې د ملکي خلکو کورونه ويجاړ شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.
ده ټينګار وکړ چې د پوځي عملياتو پرمهال بايد د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل چې د يو پلان له مخې يې په امام صاحب ولسوالۍ کې عمليات ځنډولي دي.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د قرغز سيمې اوسېدونکو ويلي وو چې د تېرو عملياتو پرمهال په دې سيمه کې سلګونه کورونه نړېدلي او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته