پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چین کې د تېلو ټانکر ټکر په پيښه کې ۳۲ تنه وژل شوي
نیټه: Sun, 07 Jan 2018 11:13:15 +0000

 

د چين د ټرانسپورټ وزارت وايي، ٣٢ کسان چې ډېرى يې ايرانيان دي، وروسته له هغې نادرکه شول چې د تېلو باروړونکې کښتۍ يې د چين ختيځ ساحل ته نېږدې له يوې بلې باروړونکې بېړۍ سره ټکر شوه.

دغه وزارت وايي د کښتۍ په عمله کې ٣٠ ايرانيان او ٢ بنګله دېشيان وروسته له هغې نادرکه شول چې پرون شنبه ناوخته يې د کښتۍ د تېلو ٢٧٤ متره ټانکر تر ټکرېدو وروسته اور واخيست.
رویټرز خبري اژانس ویلي و پېښه د شانګهای اوبو ته نژدې شوې او د تېلو ټانکر له ایرانه جنوبي کوریا ته تېل لېږدول.
په رپوټونو کې راغلي، جنوبي کوریا د ژغورنې له عملیاتو سره د همکارۍ لپاره سیمې ته بېړۍ او چورلکې استولې دي.
رویټرز وايي، ددغې بېړۍ د تېلو ارزښت له ورځې سره سم شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر اټکل شوی دی.
د چين د ټرانسپورټ وزارت وايي، ٢١ چينايي عمله له باروړونکې کښتۍ څخه ژغورل شوې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته