پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

څوارلس پولیس دوسله والوطالبانوله بنده خوشې شوي
نیټه: Sun, 07 Jan 2018 12:03:25 +0000

 

وسله والو طالبانو په پکتيا کې ١٤ پوليس له اتو مياشتو زندان وروسته بېرته خوشې کړل.

سيمه ييز مسوولين هم دا خبره مني او وايي چې وسله والو طالبانو ياد پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې ژوندي نيولي وو.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د مرغومي په ١٧مه  وويل چې دا پوليس د قومي مشرانو په منځګړيتوب را خلاص شوي دي.
حسرت وايي: ((١٤ کسه پوليس سرتېري چې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي و، د قومي مشرانو په منځګړتوب پرون شپه را خوشې شوي دي.))
د څمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيدالله ظريف ویلي چې دا پوليس سرتېري تېره شپه د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې راپرېښودل شوي او خپلو اړوند قطعاتو ته سپارل شوي دي.
ظريف وايي چې پرېښودل شوي پوليس سرتېري د سرحدي او عامه نظم ارګانونو اړوند دي
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې د نيول شوو سرتېرو له ډلې يې دوه تنه مخکې پرېښي و او ١٤ تنه يې تېره شپه خلاص شوي دي.
مجاهد وايي چې دا پوليس د دې ژمنې پر اساس چې تر دې وروسته به نظامي دنده نه تر سره کوي، پرېښودل شوي دي.
د يادونې ده چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ ونيوله چې په ترڅ کې يې يو شمېر پوليس هم د طالبانو له خوا ژوندي ونيول شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته