پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې هغه وسله وال غله ونیول شول چې صراف یې وژلی وو
نیټه: Mon, 08 Jan 2018 10:12:13 +0000

 

په ننګرهار کې هغه قاتلین ونیول شول چي یوه اونۍ وړاندې يې د صرافۍ په مارکیټ کې دري تنه صرافانو ته مرګ ژوبله واړوله 

ولایتي چارواکي وایې په نیول شوو کې د قضي پلان جوړونکی صراف هم نیول شوی. 
خو دصنعت کارانود اتحاديي مسؤلین نیول شوو مجرمینو ته د مجازاتو په ورکړه سر له اوسه شکمن دي. 
په ولچکو او زولنو تړل شوي دا دري تنه هغه وسله وال غله دي چې یوه اونۍ وړاندې يي د جلال اباد ښار دصرافۍ په مارکیټ کي دري تنه صرافانو ته مرګ ژوبله واړوله. 
دننګرهار والي او دملي امنیت مسؤلینو دیو ګډ خبري کنفرانس پرمهال وویل دا دري تنه چي دوه د پیښي عاملین او یو تن يي صراف چې د برید اصلي پلان جوړونکی هم دی د ملي امنیت ځواکونو له پلټنو وروسته نیول شوي. 
عزت الله او عبدالله چې په ترسره کړي برید کې يې دوه صرافان ژوبل کړي او یو بل يي وژلی او فیصل هغه صراف چي دصرافۍ په مارکیټ کې خپله هټۍ لري دا منۍ چې برید دوی د فیصل په همکارۍ تر سره کړي.
دوی وايي موخه یې د صرافۍ له دوکان دپیسو وړل وو نه د صرافانو وژل او ټپي کیدل. 
خو په ننګرهار کي دصنعت کارانواو کسبګرو اتحاديي مسؤلین نیول شوو مجرمینو ته دمسؤلو ادارو له لوري دسزا په ورکړه سر له همدا اوسه شکمن دي.
دوي له حکومته دپیښي عاملینو ته دعالني اعدام دسزا غوښتنه کړ
ې. 
دولایتي اداري دمعلوماتو له مخي په تیره یوه نیمه میاشت کي امنیتي اوکشفي ځواکونو دپلټنو په پایلو کي دبیلابیلو جرمنو په تورله ۷۰ زیات کسان نیولي او دقانون منګلو ته يي سپارلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته