پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ځنډ ملاتړکړې
نیټه: Mon, 08 Jan 2018 10:32:00 +0000

 

اجرائیه ریس عبدالله د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر له ځنډولو څخه په ملاتړ وايي، لا هم د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې جدي بحثونه لري.

عبدالله ټینګار کړی، چې د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت له ترلاسه کولو وروسته پیل شي
له دې وړاندې دغه قانون د ولسي جرګې له خوا یو ځل رد شوی وو او مشرانو جرګې بیا په غوڅ اکثریت تصویب کړ، چې د دغو متضادو پریکړو په نتیجه کې فرمان د دواړو جرګو ګډ پلاوي ته د تصویب لپاره واستول شو
د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر له ځنډولو څخه په ملاتړ وايي، لا هم د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې جدي بحثونه لري.
عبدالله چې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د بریښنايي تذکرو ویشل باید په افغانانو کې د بیلوالي لامل نشي او په دې برخه کې باید ټول قومونه د نظر یووالی ولري.
د افغانستان د پارلمان ګډ کمیسیون شاوخوا شل ورځې وړاندې، د نفوسو د احوال د ثبت په اړه د ولسمشر غني تقنیني فرمان، چې په کې د افغان او اسلام کلمو پر لیکلو ټینګار شوی، د رایو په اتفاق تصویب کړ.
له دې وړاندې دغه قانون د ولسي جرګې له خوا یو ځل رد شوی وو او مشرانو جرګې بیا په غوڅ اکثریت تصویب کړ، چې د دغو متضادو پریکړو په نتیجه کې فرمان د دواړو جرګو ګډ پلاوي ته د تصویب لپاره واستول شو.
خو د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان د دغه کمیسیون دا اقدام د قانون خلاف ګڼي او وايي، کله چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون تصویب شو، په ګډ کمیسیون کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو په مساوي ډول حضور نه درلود.
د افغانستان د اساسي قانون د سلمې مادې پر بنسټ، که چیرې د یوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړلو لپاره د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمیر ګډ پلاوی ټاکل کیږي.
عبدالله د وزیرانو په شورا کې ټینګار وکړ، چې د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت له ترلاسه کولو وروسته پیل شي.
بلخوا د افغانستان د جمهوري ریاست او د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ترمنځ د برښنايي تذکرو د وېش د پیل په سر جدي بحثونه او مشورې روانې دي.
د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند او سلاکار روح‎الله احمدزي رسنیو ته ویلي چې  دا اداره له دوو اوونیو راهیسې په تخنیکي لحاظ پوره چمتووالی لري، څو د برښنايي تذکرو د وېش بهیر پیل کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته