پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اردوغان: امریکا د ترهګرو ملاتړ کوي
نیټه: Mon, 08 Jan 2018 10:38:20 +0000


د ترکیې ولسمشر وایي، امریکا یوازې په خبرو کې د ترهرګرو ډلو پر ضد د مبارزې خبره کوي، خو په عمل کې یې ملاتړ کوي. 
رجب طیب اردوغان له یوه خبریال سره د خبرو پر مهال ویلي، چې که د سترو قدرتونو مرسته نه وي، نو ترهګرې ډلې په سوریه کې فعالیت نه شي کولی او نه هم په ترکیه کې د ترور د یوې کړۍ په رامنځ ته کولو بریالي کېږي. 
هغه ټینګار کړی، چې امریکا په خبرو کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې خبره کوي خو په عمل کې یې ملاتړ کوي. 
د اردوغان په وینا امریکا ترهګرو ته وسلې ورکوي او په ځینو مواردو کې یې ملاتړ کوي. د هغه موخه پي کې کې ګوند دی چې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته