پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په لغمان کې یوه د مدافع وکیله وژل شوې
نیټه: Mon, 08 Jan 2018 11:28:25 +0000


د لغمان سیمه ییز لوړ پوړي مقامات وایي يوه وسله وال په مهترلام ښار کې يوه مدافع وکيله ووژله.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وایي چې د شعيبې په نامه يوه مدافع وکيله په کرولا موټر کې له دوو نورو کسانو سره روانه وه، چې د اميد په نامه يو وسله وال کس له خپل موټر څخه پرې ډزې کړې  دي.
د ځواک د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې مدافع وکيله وژل شوې، د مليحې او سلمان په نومونو دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د والي وياند وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
هغه وويل، شعيبې په لغمان ولايت کې عدالت د ټولو لپاره له موسسې سره کار کاوه ، مدافع وکيله وه او د لومړنيو معلوماتو له مخې ويل کېږي چې نوموړې د امن کور اړوند يوه قضيه پرمخ وړله.
سرحدي ځواک زياتوي چې امنيتي او کشفي ارګانونو د اميد په نامه د ياد بريدګر د نيولو هڅې پيل کړې دي .
د نوموړي په وينا، تر اوسه د تورن کس  اميد يو کاکا او دوه تنه نور د قضيې په تړاو نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته