پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني وايي په واسطو مقرر شوي کسان له سنګر تښتیدلي
نیټه: Tue, 09 Jan 2018 12:23:40 +0000

 

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، هغه کسان چې د پولیسو په لیکو کې په واسطو او بډو مقرر شوي یا یې غلا کړې او یا له سنګره تښتیدلي دي.

غني چې د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ۴۴۶ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله وویل، په پولیسو کې د هیچا د ګومارنې غوښتنلیک به تر فشار لاندې لاسلیک نه کړي.

ولسمشر غني د پولیسو پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او وې ویل، یواځې د ټوپک په زور په افغانستان کې ثبات نه راځي، بلکې پر پولیسو د خلکو باور د ټولنیز ثبات لامل کیږي.

غني زیاته کړه، چې د پولیسو د اصلاحاتو بهیر سلیقوي نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو په اساس ترسره کیږي او د هر افغان وګړي ژوند پورې تړاو لري.

افغان ولسمشر د پولیسو په لیکو کې په داسې حال کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي، چې نوموړي له دې مخکېد افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی وو.

غني دغه راز، د افغانستان د ملي شورا له استازو څخه وغوښتل، د خپلو خپلوانو د مقررولو لپاره وزارت خانو ته لاړ نشي او که لاړل، د هغوی د خبرو بهیر به ثبت او رسنیو ته وسپارل شي.

هغه دا هم وویل، چې یو کس هم د فشار له مخې نه ګوماري، خو په دې پوهېږي چې څوک د فشار له مخې مقررېږي.

که څه هم د نوموړي اشاره په دې برخه کې چا ته نه وه، خو د ولسي او مشرانو جرګې وکیلانو ته ګوته نیول کېږي، چې د ځینې کسانو د ګومارلو لپاره په حکومتي ادارو فشار اچوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته