پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې زورواکو د اهل هنودو پلرنۍ ځمکي غصب کړي
نیټه: Tue, 09 Jan 2018 12:34:24 +0000

 

اهل هنود وايي داستونزه يې له ولایتي اداري سره شریکه کړي خو دستونزې د حل لپاره يې ولایتي اداري اقدام نه دي کړی

بل خوا دولایتي اداري چارواکي د دوی د ځمکو دغصب مسله تائیدوي او وايي چې د مذهبي لږکیو دغصب شوو ځمکو راګرځولو لپاره هلې ځلې کوي.

دطالبانو حکومت له ړنګیدو وروسته د نوي حکومت په اولس کلنه دوره کې د اهل هنودو یا سکانو لویه لاسته راوړنه همدیواځنې ښوونځی دی چې اهل هنود زده کوونکي په کې زده کړي کوي.

دا ډله مذهبي لږکي وايي چې هسې خو يې  په ډيرو برخو کې حقونه تر پښو لاندې شوي خو امنیتي ستونزې او د پلرنیو ځمکو غصب يې تر ټولو جدی او هغه مسله ده چې له امله سیکهان هیواد پریښودو ته اړشوي.

دوی وايي څوڅو ځله يې دا ستونزه په مستقیم ډول له ولایتي اداري او ولایتي شورا سره شریکه کړي خو نه يې ولایتي اداري او نه هم ولایتي شورا دستونزې د حل لپاره عملي اقدام کړي .

په ولایتي شورا کې د ځکمو د غصب دکمیسون استازې هم مني چې په ننګرهار کې د زورواکو له لوري د اهل هنودو ځمکې غصب شوي خو دوی وايي چې تر اوسه له دوی سره ستونزه نه ده شریکه شوي دوی وايي که ستونزه ورسره شریکه شي نو د نورو ننګرهارمیشتو په شان به يې د حقونو دخوندیتوب لپاره لاس په کار شي .

بل خوا ولایتي اداره هم په ننګرهار کې د میشتو سیکانو د هغو ځمکو غصب مني چې دوی يې قانوني اسناد هم په لاس لري خو وايي چې هڅې يې پیل کړي تر څو د سیکهانو غصب شوي ځمکې بیاځلې دوی ته وسپارل شي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته