پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دهرات ولایت یوشمېرپخوانېومجاهدینو حکومت ته کواښ کړی
نیټه: Tue, 09 Jan 2018 13:22:13 +0000

 

په هرات ولایت کې  یو شمېر پخواني مجاهدین او ځايي اوسیدونکي د عطا محمد نور څخه د ملاتړ په موخه سره راټول شوی وو.

دوی  د حکومت څخه غوښتنه کوي چې عطا محمد نور د بلخ والي په توګه پاتې شي.
دغه مجاهدین ګواښ کوي که چیرې ملي وحدت حکومت د عطا محمد نور په اړه خپل پریکړه بدله نه کړي نو لاریونه به پیل کړي.
 په هرات ولایت کې پخواني مجاهدینو او یو شمیر ځایي اوسیدونکي د عطامحمد نور څخه د ملاتړ په موخه راټول شوی وو .
دوی د ملي وحدت حکومت د مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې عطا محمد نور دې د بلخ د والي په توګه پریږدي.
دغه مجاهدین ګواښ کوي  که عطا محمد نور د خپلې څوکۍ څخه لیرې کړای شي په هېواد کې به نا امني نوره هم زیاتې شي. 
په همدې مهال د هرات اوسیدونکي وايي د ملي وحدت حکومت مشران نه باید پخواني مجاهدین د حکومت د اډانې څخه ګوښه کړي. 
په تیرو څو اونۍ کې د عطا محمد نور د بلخ ولایت د څوکۍ څخه ګوښه کیدو په اړه په یو شمیر ولایتونو کې غونډې ترسره شوي.
د ولسمشر غني لخوا د عطامحمد نور د استعفا منلو څخه وروسته انجینر داوود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړ خو داوود تر اوسه خپله دنده لا نه ده پیل کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته