پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تیرکال افغانستان کې ۲۱ امریکايي سرتیري وژل شوي
نیټه: Tue, 09 Jan 2018 13:46:13 +0000

 

د امریکا د دفاع وزارت وايي په ۲۰۱۷ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۱ امریکایي ځواکونه وژل شوي چې اته تنه یې په ننګرهار کې وو.

د امریکا دفاع وزارت وايي په ۲۰۱۸ کال کې هم یو سرتیري یې په ننګرهار کې د ګزمې پرمهال وژل شوی دی.
دغه وزارت وايي چې له دغو وژل شویو سرتیرو څخه یې ډیری په ننګرهار ولایت کې وژل شوې دي.
په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې وسله والو ډلو سره په جنګ جګړو کې۲۱ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
تېرکال افغانستان د امریکايي ځواکونو لپاره ټولو خونړی هېواد و، خو ننګرهار بیا په افغانستان کې د دغو ځواکونو تر ټولو خونړی ولایت بلل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت وايي په ۲۰۱۷ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۱ امریکایي ځواکونه وژل شوي چې اته تنه یې په ننګرهار کې وو.
 دغه شمیرې د (اې ګژولټیز) په نامه ویپاڼې هم خپاره کړي چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي وژل شویو او ژوبل شویو سرتېرو شمېرې ټولوي او خپروي.
امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۸ کال لومړنۍ قرباني بیا هم په ننګرهار کې ورکړه. څلور دېرش کلن امریکايي سرتیری میهان ګولن د روان کال په لومړۍ ورځ د اچین په ولسوالۍ کې د ځمکنۍ ګزمې پر مهال ووژل شو.
په ننګرهار کې وژل شوي امریکایان له اورپکو سره په جګړې، د سړک غاړې ماین په چاودنې، د افغان ځواکونو په داخلي بریدونو او په عملیاتو کې د تېروتنې له کبله وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي تېرکال ډېر نور امریکایي پوځیان بیا په هلمند، کندهار او لوګر ولایتونو کې ووژل شول. د افغانستان دغه جنوبي ولایتونه د وسله والو طالبانو ځواکمن مرکز بلل کیږي او له ۲۰۰۱ کال را وروسته دغلته په جګړو کې ۱۵۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي.
په افغانستان کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې دی چې د ډیورېنډ کرښې په اوږدو کې یې د وسله والو مخالفین او نورو ډلو ټپلو جګړه ماران فعاله دي. جګړه ماران په اسانۍ سره پاکستان او افغانستان ته اوړېدلی را اوړېدلی شي.
امریکايي ځواکونه هم په همدغه ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفینو په ضد دوامداره عملیات کوي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته