پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۶ امنیتي مسولین څارنوالۍ ته وپيژندل شول
نیټه: Wed, 10 Jan 2018 10:13:32 +0000

 

د ننګرهار چارواکي وايي چې د تیرې اونۍ د صرافان د قضيي اړوند هغه امنیتي مسؤلین  یې څارنوالۍ ته   پیژندلي چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړي وو.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاني ویلي چې دا امنیتي مسؤلین شپږ تنه دي چې د ننګرهار ولایت لخوا څارنوالۍ ته پیژندل شوي دي.
د ننګرهار والي ویاندوویل په یادو کسانو کې د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر،د جلال اباد ښار د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو او ملي امنیت امرین،د دویم ماموریت سرپرست امر،د امنیه قوماندانۍ او دویمې حوزې جنایي مدیران او د صرافۍ اړوند په قضیه کې نور ښکیل کسان شامل دي.
څو ورځې وړاندې  د جلال اباد ښار په صرافي مارکیټ کې پر یو دوکان غلو حمله وکړه او یو صراف یې واوژه او څو تنه نوريي ټپیان کړل.
له دې پیښې څو ورځې وروسته بیا د ملي امنیت ځواکونو یاد غله ونیول او رسنیو ته یې وښودل..

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته