پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې:کندوزکې له ۲۰۰۰ ډیروسله وال ددولت په ضدجنګیږي
نیټه: Wed, 10 Jan 2018 10:25:39 +0000

 

د کندوز امنیتي مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې له دوه زره ډیر وسله وال مخالفین د دولت سره په جګړه بوخت دي.

د امنیتي مسؤلین پر وینا په دې وسله والو کې بهرنیان هم شتون لري چې په کندوز د دولت پر وړاندې جنګیږي.
د کندوز امني قوماندان عبدالحمید حمیدي له دوه زره ډیره وسله وال مخالفین په دې ولایت کې په جګړه بوخت د له سل یې ډیر بهرنیان دي.
حمیدي وايي چې افغان ځواکونه په دې ولایت کې د دفاع حالت څخه تاروزې ته تللي او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات شدت سره روان دي .
بلخو د وسله والو طالبانو ویاند زبیح مجاهد د امنیي قوماندان دا څرګندنې رد کړی او ویلي چې د وسله والو طالبانو په لیکو هیڅ  بهرنی وګړی شتون نه لري.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د کندوز ځوانانو ویلي وو چې له ۳۵۰ تنه چې زده کړې یې هم کړی وي د بې کارې له امله د وسله والو لیکو ته ورغلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته