پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې ۱۵ وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول
نیټه:

 
ولایتي اداره وايي دغه وسله والومخالفینو د چپرهار ،خوږیاڼواو پچیراګام ولسوالیو کې فعالیت کاوه چې  دملی امنیت اداري په هلو ځلويې له وسله وال مخالفته لاس اخیستی. 
دسولې له پروسې سره یوځای شوې وسله وال وايي دپاکستان حکومت په مستقیه لارښونه يې د دولت پرضد فعالیتونه کول.
 دا د دولت د۲ مخالفو وسله والو هغه پنځلس کسیزه ډله ده چې دننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې يې دافغان دولت پرضد فعالیتونه کول اوسر له همدې شیبې د دولت پرضد له فعالیته لاس په سر شول. 
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي دغه پنځلس کسیزه ډله چې اته يې د قومندان عبدالمنان په ډلي او اوه تنه يې د قومندان فریدالله په مشرۍ دطالب وسله والي ډلي پوري تړاو لري چې دننګرهار ولایت په چپرهار، پچیر اګام او خوږیاڼو ولسوالۍ کي يي ددولت ضد کړني کولي او دملي امنیت اداري په هلو ځلو د سولې له بهیر سره یوځای شول. 
دوالي ویاند دیو خبرې کنفرانس پرمهال له رسنیو سره د خبرو پرمهال وويل دې ډلي خپلې پنځلس میله  سپکي او درني وسلې چې راکټ ،پیکا ،اوکلاشینکوف هم شامل وو امنیتي ځواکونو ته سپارلي او له دې وروسته به ددولت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. 
دسولي له پروسي سره دیوځای شوي اوه کسیزي طالب ډلي مشر فرید الله وايي له تیرو شپږو کالو راهیسي يې دپاکستان هیواد په لارښونه  دننګرهار په چپرهار،پچیراګام او خوږیاڼو ولسوالۍ کي ددولت پرضد وسلي پورته کړي خو له دي وروسته به له افغان حکوته څخه کلک ملاتړ کوي. 
دولایتي اداري دمعلوماتو له مخې دروان کال له پیل راهیسی تر دي وخته ۸۶۱وسله وال مخخالفین دسولي له پروسی سره یوځای شوي اولاهم دالړۍ دوام لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته