پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي وايي افغان کډوال دې د راتګ لپاره چمتوالی ونیسي
نیټه: Thu, 11 Jan 2018 10:37:22 +0000

 

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسؤلین وايي چې په پاکستان کې دې افغان مهاجرین افغانستان ته د تګ لپاره تیاری ونیسي.

دوی وايي د پاکستان چارواکو سره یې لیدنې دوام ترڅو د یو میاشت موده یو کال ته وغځوي.
بلخوا د کډوالو چارو وزارت وايي د افغان کډوالو بیړنې راتګ لپاره یې سلا مشورې پیل کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې په پاکستان کې افغان مهاجر باید هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس مهاجرو ته د دې خبرداري ترڅنګ وویل چې سفارت له څو ورځو راهیسې هلې ځلې پیل کړي دي ترڅو پاکستان له مخکنۍ ژمنې سره سم افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې د یو کال په مخه پاتې شي.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د ډسمبر په لومړۍ نېټې پای ته ورسېده، تر هغه وروسته د دې کډوالو اسناد د یوې میاشتې په مخه تمدید شول او د پاکستان کابینې د جنوري په پنځمه پرېکړه وکړه چې افغان کډوال باید له دغه هېواده د جنوري میاشتې تر وروستیو ووځي 
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې یو ویاند قیصر افریدي ویليچې تر اوسه لا د افغان کډوالو د ایستلو پر سر د پاکستاني چارواکو بحثونه روان دي او غوڅه پرېکړه نه ده شوې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې وضعیت نامعلوم دی، خو شرایطو ته که وکتل شي د جنورۍ په پاتې شلو ورځو کې دا ګرانه ده چې یو میلیون او څلور لکه راجسټر شوي افغانان او شااوخوا اووه لکه نور افغانان چې نومونه یې نه دې ثبت شوي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.
د دې سربېره د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي چې په کابل کې له یو شمېر مرستندویانو سره د دې لپاره بېړنۍ غونډه جوړه شوې ده، که افغان کډوال هېواد ته ستانه شي څرنګه مرستې ورسره کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د کډالو د چارو اداره یا «یو. این. ایچ. سي. ار» هر کال له هغو افغان مهاجرو سره چې په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ځي یوه اندازه مرسته کوي، خو دا پروګرامونه په تېرو څو کلونو کې هر وخت د ژمي پر مهال درېدلي وي او د پسرلي له پيلېدو سره شروع کېږي.
که چېرته په روانه میاشت کې افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي، دا څرګنده نه ده چې دا مرستې به ترلاسه کړي، که نه؟!

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته