پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غور کې ځانمرګي د يوې کورنۍ ٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نیټه: Fri, 12 Jan 2018 10:49:21 +0000

 
د غور ولايت د مرکز اړونده په يوه کور کې د چاودنې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضياء الدين ثاقب د مرغومي په ٢٢مه، وويل چې داپېښه غرمه مهال د ولايت د مرکز فيروز کوه ښار په يوه څنډه کې رامنځته شوې ده.
 د هغه په وينا، يوتن چې ښايي ځانمرګى بريدګر به وي او د بريد لپاره يې تيارى نيولو چې په کور کې يې توکو چاودنه کړې ده.
ضيايي وايي، په دې چاودنه کې د ياد تن په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان   دي.
خو د امنيت امر وايي، دا نه ده معلومه چې د بريدګر د بريد موخه کوم ځاى و او ياده مرګ ژوبله ټوله ديوې کورنۍ غړو ته اوښتې ده.
د غور د ولايتي روغتون رييس جمعه ګل يعقوبي وويل، په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى، درې مېرمنې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
هغه ديوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته