پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان او هلمند کې اته وسله وال وژل شوي
نیټه: Fri, 12 Jan 2018 11:42:46 +0000

 
چارواکي وايي چې په لغمان او هلمند ولايتونو کې د هوايي بريدونو پر مهال اته وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند  سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٢مه وويل چې پرون ناوخته ددې ولايت دالينګار ولسوالۍ د حيدرغر په سيمه کې افغان هوايي ځواک د مخالفينو پر يو پټنځاى هوايي بريد کړى و.
هغه زياته کړه، په دې بريد کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
ځواک وايي، د مخالفينو دغې ډلې له يوې حاکمې نقطې څخه تل پر دولتي ځواکونو ډزې کولې .
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځاى  شپني ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
ددغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې څلور  وسله وال وژل شوي، دوه تنه شکمن نيول شوي او دهغوى د وسلو يوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
وسله والومخالفینولا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته