پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان په یوه ورځ کرکټ کې درې ماتې خوړلي
نیټه: Sun, 14 Jan 2018 12:31:48 +0000

د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۱۲ مه د پاکستان د کرکټ لپاره بده ورځ وه. پدې ورځ پاکستان د کرکټ درې لوبې درلودې او درې واړه یې وبایللې.

پاکستان خپله لومړنۍ لوبه د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام په سیالیو کې په افغانستان وبایلله. پدې لوبې کې پاکستان پخپل نوبت کې افغانستان ته د ۱۸۸ رنزونو هدف ورکړ چې افغانستان ورته د لوبې په ۴۸ م اور کې پوره کړ.
پاکستان خپله دویمه لوبه په نیوزلینډ وبایلله.
دا لوبه د نیوزلینډ او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د روانو دوه اړخیزو سیالیو دریمه لوبه وه. نیوزلینډ دا لوبه د پاکستان نه د ۱۸۳ رنزونو په توپیر وګټله او پدې سره یې د روانو سیالیو لړۍ یا سیریز هم وګاټه.
د پاکستان د شنبې د ورځې دریمه لوبه چې وې بایلله په دوبۍ کې د هند سره وه. د ړندو د نړیوال جام پدې سیالیو کې پاکستان د هند لوبډلې ته په څلویښتو اورونو کې د ۲۸۲ رنزونو هدف ورکړی و چې د هند لوبډلې ورته د لوبې په ۳۵م اور کې پوره کړ.هند د ړندو د نړیوال جام اتل هم دی.
د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه د سریلانکا د لوبډلې سره د چارشنبې په ورځ د همدې روانې میاشتې په اوولسمې او دریمه لوبه یې بیا د شنبې په ورځ د جنوري په شلمې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته