پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټاکل شوې ۱۳ افغان لوبغاړي آی.پي.ایل بولۍ ته وړاندې شي
نیټه: Sun, 14 Jan 2018 13:03:57 +0000

ټاکل شوې‌ده، د هندوستان په کوربتوب د سږ کال ۱۱م پړاو سوداګریزو «آی. پي. ایل» شل اوریزو کرکټ سیالیو له‌پاره د لوبغاړیو اخیستلو مراسم د روانې جنورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د هندوستان په بنګلور کې وشي.

د هندوستان ترڅنګ افغانستان اووم هېواد دی په سږنۍ بولۍ کې به یې له نورو هېوادونو نه زیات لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي چې د انګلستان ټېسټ لوبډلمشر جو روټ په‌کې هم د لومړي ځل له‌پاره نوم‌لیکنه کړې‌ده.
د ترلاسه شویو معلوماتو له‌مخې، د افغانستان له‌خوا په ۱۳ غورو شویو لوبغاړیو کې راشدخان، محمد نبي عیسی‌خېل، نجیب‌الله ځدران، محمدشهزاد محمدي، شفیق‌الله شفق، ګلبدین نایب، مجیب ځدران، دولت ځدران، ظاهرخان پکتین، شاپورځدران، سمیع‌الله شینواری، حمیدحسن او لوبډلمشر اصغرستانکزی شامل دي.
په افغان لوبغاړیو کې تر ټولو لوړ قیمت د راشدخان ارمان دی .
دغه راز د نورو افغان لوبغاړیو د قیمت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.
تراوسه معلومه نه‌ده؛ خو ښایي د نړۍ په زیاترو لیګونو کې د لوبېدونکیو افغان لوبغاړیو راشدخان او محمد نبي عیسی‌خېل ترڅنګ د لومړي ځل له‌پاره چپ لاسی توپ‌وهونکی نجیب‌الله ځدران، ال‌راونډر سمیع‌الله شینواري، اف سپنر مجیب ځدران او تېز توپ‌اچوونکی دولت ځدران هم د لوبډلو د پام وړ لوبغاړي شامل وي.
د سږ کال ۱۱م پړاو هندوستان کرکټ پریمیر لیګ سیالیو بولۍ له‌پاره ۱۱۲۲ لوبغاړي وړاندې کېږي چې ۲۸۲ په‌کې بهرني لوبغاړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته