پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو
نیټه: Wed, 17 Jan 2018 11:23:20 +0000

د ساحلي فوټبال د ژمنیو سیالیو لومړنی پړاو سر له ننه د غوره لیګ، الف او ب لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په ساحلي لوبغالي کې پيل شو.

 د دغو سیالیو د ترسراوي موخه غوره لوبډلو ته د تکړه لوبغاړو ورپېژندل بلل کېږي.
 ساحلي فوټبال لوبه د ځوانانو تر منځ ډېره پېژندل شوې لوبه نه ده؛ خو دا فوټبال په زړه پورې ځانګړنې لري، چې نورې ورزشي لوبې داسې ځانګړنې نه لري.
شاداب وايي، په دغو سیالیو کې د کابل د ساحلي فوټبال لیګ لس غوره لوبډلو ګډون کړی دی.
د ساحلي فوټبال د ژمینو سیالیو ټورنمنټ د روان میلادي کال د جنوري په ۱۷مه نېته پیل او اته ورځې دوام کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته