پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ام ټي ان افغانستان د 4G ټکنالوژۍ ازموینه پیلوي
نیټه:

 

ام ټي ان افغانستان ویاړي چې د څلورم نسل مخابراتي ټکنالوژۍ یوې مهمې موخې ته رسیږي، ام ټي ان افغانستان د کابل ښار په محدودو سوداګریزو ساحو کې د 4G د چټک سرعت خدمت ازموینه پيل کړه او په پلان کې لري چې هر څومره ژر چې شتون ولري، د افغانستان ټولو سترو ښارونو ته د 4G خدمت پوښښ وغځوي.

د 4G پوښښ غځولو سره هممهاله ام ټي ان افغانستان د خپل ګرځنده ټلیفون شبکې د کیفیت لا ښه کولو ته دوام ورکوي او باور لري چې 4G ټکنالوژي له عصري نړۍ سره د یو ځای پرمخ تللو لپاره ډېره اړینه ده.

سربېره پر دې، په هېواد کې د چټک انټرنټ له زیاتېدونکې غوښتنې سره، ام ټي ان افغانستان د 3G شبکې ظرفیت غځولو لپاره ستره اضافي پانګونه کړې ده، دغه اضافي پانګونه به پوښښ پراخ او د 3G شبکې کیفیت لا غوره کړي، له دې سره به د ام ټي ان افغانستان پېرودونکي د سوداګرۍ، ویډیوګانو لیدلو او لوبو کولو لپاره چټک انټرنټ ولري، هغوي به پرته له کوم بندښت څخه له لوړ کیفیت ویډیوګانو لیدلو څخه خوند واخلي، پېرودونکي به د لوړ کیفیت له خدمتونو سره وکړای شي چې له خپلو کورنیو او ملګرو سره ویډیويي اړیکې ټینګې او خبرې وکړي او له هغوي سره به د خبرو اترو پر مهال له کومې ستونزې یا سختۍ سره مخ نه شي. د ام ټي ان نوموړې کړنه د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی شرکت په بشپړه توګه د خپلو پېرودونکو د رضایت او خوښۍ غوښتونکی دی.

ام ټي ان یو مخکښ مخابراتي شرکت دی چي په افغانستان او همداراز په منځني ختیځ او افریقا کې په کار بوخت دی. نوموړي شرکت د GSM دوهم اجازه لیک د2006 زیږدیز کال د جولای په میاشت کې ترلاسه کړ او بیا وروسته په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې په ام ټي ان بدل شو. اوسمهال ام ټي ان په افغانستان کې یو له نوښتګرو شرکتونو څخه شمیرل کیږی چې په تلپاتې ډول سره نوې ټیکنالوژي ورپیژني.

ام ټي ان یو بنسټیز پیغام لري چې عبارت دی له" په هرځای کې له تاسو سره" چې د پیرودونکو د خوبونو، غوښتنو او هیلو سره د شرکت د ملاتړ هوډ څرګندوي. مهمه نه ده چې دوی څومره لوړ تصورات لري او د خپلو نوښتګرو نظریو له امله  تر لرې ځایونو رسیږي، ام ټي ان په پام کې لري چې ټولو هغو ځایونو ته ځان ورسوي چیرته چې پیرودونکو د خپلې هستوګنې لپاره غوره کړی دی. ام ټي ان د خپل پراخه پوښښ له امه ټول افغانان له خپلو ملګرو، خپلوانو، کار او سوداګریو سره نښلوي. همداراز ام ټي ان د خپلو غوره بیو له امله ټولو افغانانو ته موقع ورکوي ترڅو د زړه خواله، ټولې کیسې او د ورځني ژوند بهیر، د دوي لاس ته راوړنې او بریاوې هر وخت او په هر ځای کې چې وغواړي بیان کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته