پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ازبکستان پر افغان سوداګرو ۵۰ سلنه ټکس کم کړی
نیټه: Wed, 24 Jan 2018 12:08:14 +0000

 

د افغانستان د ماليې وزارت وایي، ازبکستان پر هغو افغان سوداګریزو توکو پنځوس سلنه ټکس کم کړی چې د دې هېواد له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېدل.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه پرېکړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته وشوه.
رحیمزی وایي، ازبکستان اوس مهال د هر کانټېنر سوداګریزو توکو پرسر چې له خاورې یې تېرېږي ۱۲۵۰ ډالر اخلي حال دا چې دا رقم پخوا ۲۵۰۰ ډالر وو.
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال افغان سوداګر کولي شي د ازبکستان له لارې په زیاته پیمانه صادرات او واردات ولري او د نوموړي هېواد له لارې لهه منځنۍ اسیا او روسیې سره وصل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته