پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ۱۹ کلنو په ۲۰۲ منډوپه توپير لوبه وګټله
نیټه: Thu, 25 Jan 2018 09:43:02 +0000

 

افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په دويم پړاو کې کوربه هېواد نيوزيلينډ ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پایلوبې ته لاره پيدا کړه.
د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيلينډ کې روانې دي، افغانستان په ګروپي سياليو کې د دوو لوبو په ګټلو سره دويم پړاو ته لار موندلې وه.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٥مه وويل چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې نن د دويم پړاو په ناک اوټ لوبه کې له کوربه نيوزيلينډ سره لوبه وکړه.
هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هوتک وايي، افغان ١٩ کلنې لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠٩ منـډې جوړې کړې او نيوزيلينډ ته يې د ٣١٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي په زړه پورې لوبه وکړه او د اوو شپږيزو په مرسته يې ٦٦ منډې جوړې کړې، دغه راز رحمان الله ګربز ٦٩، ابراهيم ځدراڼ ٦٨ او بهير شاه ٦٧ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د نيوزيلينډ ١٩ کلنې لوبډلې د زيات هدف له امله تر سخت فشار لاندې وه چې له امله يې په لومړيو کې څلور پياوړي لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو مجيب ځدراڼ او نوين الحق له خوا وسوځول شول.
نيوزيلينډ په ٢٥ منډو خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، پر دې مهال دوو لوبغاړو لږ مزاحمت وکړ، خو چې کله يې منډې ٨٦ ته ورسېدې؛ نو افغان لوبغاړي قيس احمد د دوى مزاحمت هم له منځه يووړو او څلور پرله پسې لوبغاړي يې وسوځول.
په وروستيو مرحلو کې مجيب ځدراڼ يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د نيوزيلينډ پاتې دوه نور لوبغاړي يې هم وسوځول. دغه راز د نيوزيلينډ ټوله ١٩ کلنه لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١٠٦ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه د ٢٠٢ منډو په ستر توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ او قيس احمد څلور څلور او نوين الحق يو لوبغاړى وسوځول.
افغان لوبغاړى عظمت الله عمرزي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان به په نيمه پایلوبه له اسټراليا سره مخامخ کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته