پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

راشدخان په نوي ملیونه هندي کلدارو وپېرل شو
نیټه: Sat, 27 Jan 2018 12:08:20 +0000

 

افغان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې د لوبېدو بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل تېرو لوبو او بریاوو ته په کتو افغان لوبډله د سیالې لوبډلې په وړاندې لوړ مورال لري.
د کرکت د تر نوولس کلنو کم عمره نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د تېرې پنجشنبې په ورځ کوربه نیوزلېنډ ته د ۲۰۲ منډو په لوړ توپیر ماتي ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.
بلخوا  رشدخان نن ماسپښين د هند د غوره لیګ سنرایزر حیدراباد لوبډلې له لوري په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو.
راشدخان تېر کال هم همدې لوبډلې په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو پېرلی وو.
 د نوموړي تر څنګ تېر کال افغان لوبغاړی محمد نبي هم د همدې لوبډلې لپاره لوبېدلی و. 
د هند د کرکټ غوره لیګ يا ای پي اېل سياليو بولي نن سهار پیل شوه او تر دې مهاله د دغه لیګ د ۸ لوبډلو له لوري لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي په لوړو بيو پېرل شوي دي.
د سږ کال لپاره ۱۳ افغان لوبغاړي د ای پی اېل سياليو کې د ګډون لپاره بولۍ ته وړاندې شوي چې پکې په راشدخان سربېره، محمد نبي، مجیب ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، ګلبدين نايب، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حمید حسن، محمد شهزاد او څلور نور افغان لوبغاړي شامل دي.
د يادولو وړ ده چې د ای پي ال لوبې به په راتلونکې مارچ میاشت کې په هند کې پيل شي او شاوخوا دوه میاشتې به دوام وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته