پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو اتلولي وګټله
نیټه: Sat, 03 Feb 2018 12:56:15 +0000


 
هندوستان په پاى لوبه کې اسـټراليا ته په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو اتلولي خپله کړه.
د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې تېره مياشت په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې د هندوستان په بريا پاى ته رسېدلې دي.
په نيمه پايلوبه کې اسټراليا افغانستان ته او هندوستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو پاى لوبې ته وتلي وو.
د لوبې پچه استراليا وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
 د استراليا ټول لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او هند ته يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.
د هندوستان ١٩ کلنې لوبـډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٥ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د هندوستان له لوري منجوت کارلا په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠١ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، هغه د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، هندوستان تر دې مخکې درې ځلې د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ اتلولۍ خپلې کړې وې او اوس په څلورم ځل اتل شو.
افغانستان په دې سياليو کې څلورم مقام خپل کړى، تر دې دوه کاله مخکې يې نهم مقام خپل کړى و.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته