پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د دولتي بستونو لپاره د ازموينې لړۍ پيل شوه
نیټه: Sun, 04 Feb 2018 12:28:38 +0000

 
دا ډله ځوانان پدې موخه راغلي چې دملکي خدمتونو د اداري له لوري د ننګرهار ولایت په دولتي ادارو کې خالي بستونو لپاره ازموینه ورکړي او دندې ترلاسه کړي. 
دملکي خدمتو اداري مسؤلین او ولایتي چارواکي وايي چې په دولتي اداروکې د ۱۵۰۰ بستونو لپاره چې پنځم اوشپږم بستونه په کې شامل دي له شپاړلس زره او پنځه سوه ګډونوالو نه ازموینه اخیستل کيږي. 
دا پروسه هم د نور په څېر د انتقادونو سره مله ده د ازمویني ګډونوال وايي هغه برخې چې دوی يې وړتیا لري او نوم لیکنه يې ورته کړي له هغې پرته نورو برخو ته شارټ لیست شوي چې د دوی په وینا لومړی خو يې په ازموینه کې بریا،له امکانه لري ده او که بریالي هم شي نو پکي به دکارکولو توان ونه لري. 
دملکي خدمتونو اداري چارواکي دولایتي شورا او رسنیو غواړي چې په دې پروسه نظارت وکړي او په شفافیت باوری دي خو هغوي چې د ازمویني اخیستو مسؤلیت لري د اصلاحاتي اداري د چارواکو خبري بابیزه ګڼي .
دملکي خدمتونو اداري مسؤلین په داسې حال کې په دې پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکوي چې په یاده پروسه کې تخنیکي ستونزې مني او وايي  هغه ګډونوال چې د خپلې خوښې سره سمې برخي ته نه دې شارټ لیست شوي بیاځلي له دوی ځانګړي ازموینه اخیستل کيږی.
په ډلیز ډول د تشو دولتي بستونو داشغال لپاره دا لومړی ځل دی چې د کانکور ملي پروسې ته ورته ازموینه اخیستل کيږي .
دملکي خدمتونو ادارې دمسؤلینو په وینا چې د راتلونکي ه ش کال په لومړیو میاشتو کې به ددی ازمویني پایلي اعلانيږي او بریالي کسان به په خپلو دندو پیل کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته