پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې یولوې مارکيټ پرانستل شو
نیټه: Mon, 05 Feb 2018 12:34:46 +0000

 

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ۳ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی د تازه سبزۍ او مېوې يو ستر مارکيټ پرانستل شو، چې زرګونه خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
دا مارکيټ چې کلونه وړاندې يې د جوړېدو چارې پيل شوې وې اوس يي کارونه بشپړشول او د خلکو پر مخ پرانستل شو.
مسولين يې وايي، د تازه ميوې او سبزۍ دا مارکيټ ۳۰۰ څخه زيات دوکانونه لري، چې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
هغوی چي دوه کاله وړاندي په دي مارکیت کي دهټيوپر سر دمارکیټ مالک ته کرايه ورکړي او دی ورځي ته يي انتظار کاوه ددي مارکیټ په پرانیسته خوښ دي او وايي چي له دي لاري هم دبزګرانو سبزي او میوي په اسانۍ سره پلوري او هم به خپلي کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي 
تر دي وړاندي هم په ننګرهار کي دتازه میوي او سبزیو یو کوچنی مارکیټ فعال وو چي هم يي ښاریان اوهم يي دسبزۍ او میوي کاروباریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو. 
اوس باور دادی چې ددي مارکیټ په پرانیستلو سره دښاریانوستونزی تر ډيره راکمي شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته