پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دهند مرسته شوي غنم ننګرهارته ورسیدل
نیټه: Mon, 05 Feb 2018 12:36:03 +0000


 
د هندوستان هېواد له لوري افغانستان سره د يوسلو لس زره ميټرک ټنه مرسته شويو غنمو له جملې اته زره ټنه يې ننګرهار ته راورسيدل.
دکرنې ریاست چارواکي وايي افغانستان سره د هندوستان له لوري د مرسته شوو خوراکي غنمو يې ۸زره میټريک ټنه ننګرهار ولایت ته ځانګړي شوي چې دلته دکرني ریاست په اړوندو ذخیرو کې ساتل کيږي او په بیړنیو حالاتو کي به په اړمنو کورنیو ویشل کيږي. 
ننګرهار میشتي د هندوستان هیواد له لورې په مرسته شوو غنمو خوښي ښايي او د هغه هیواد له چارواکو مننه کوي او وايي چې هند،د یو ښه ګاونډي او دوست هیواد په توګه هر وخت د افغانستان وګړو ته په سختیو کې د مرستي لاس ورکړی. 
په ټولیز ډول سږکال د هندوستان هیواد له لوري افغانستان سره ۱۱۰ زر میټریک ټنه د خوراکي غنمو مرسته شوي چي دچابهار بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي چې د کرني وزارت له لورې به ځينو  ولایتونو ته په منظم ډول وویشل شي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته