پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ ټیم د۵۰ اوریزو سیالیو کې له زېمبابوې دکرکټ سیالۍ وګټله
نیټه: Sat, 17 Feb 2018 11:11:21 +0000

 

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په څلورمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د پنځولوبو لړۍ وګټله.
دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې روانې دي، تر دې مخکې افغانستان، دوه او زمبابوي یوه لوبه ګټلې وه.
د لوبې پچه زمبابوی وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پریکړه وکړه.
 دزمبابوی لوبډلې دافغان توپ اچوونکومقابله ونه شوکړای اوټوله لوبډله یې په ۱۳۴ منډو وسوځیدله.
دافغانستان له لوري ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د زمبابوي پنځه لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشد خان او محمد نبي دوه، دوه لوبغاړي او شرف الدین یو لوبغاړی وسوځولو.
افغانستان یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په ۲۱ اوور کې  د کوم لوبغاړي دسوځیدلو پرته ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د ملي لوبډلې له لوري دا ځل شهزاد محمدي او احسان الله  ډیره ښه لوبه وکړه ، شهزاد ۷۲ او احسان الله ۵۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
 شهزاد محمدي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ۲۰۲۰ زیاتې منډی جوړولو سره لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې دومره ډیرې منډې جوړې کړې، نبي هم دوه زره منډې جوړې کړې او دویم مقام لری.
مجیب ځدران هم نن نړیوال ریکارډ جوړکړ، هغه د نړۍ کم عمره لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو په یوه لوبه کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول.
تردې مخکې دا ریکارډ د پاکستان د وقار یونس و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته