پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

راشدخان په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ
نیټه: Tue, 20 Feb 2018 12:14:11 +0000

 

د زمبابوی پر خلاف د اتلولیو ګټلو وروسته د افغانستان کرکټ، راشدخان ارمان او مینه‌والو ته تاریخي زېری ورکړل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا په نوې اعلان شوې درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۵۰ اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکیو په ډله کې لومړی مقام ترلاسه کړی‌دی.
د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له‌مخې، راشدخان د دې شورا په تاریخ کې لومړی کم‌عمره توپ‌اچوونکی دی چې دغه مقام ترلاسه کوي.
دغه راز په ګوګلي ماسټر مشهور راشدخان د افغانستان کرکټ په تاریخ کی لومړی توپ‌اچوونکی شو چې د نړۍ د توپ‌اچوونکیو تاج په سروي.
راشدخان د زمبابوی پر خلاف په پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۶ وېکټې واخیستې او دغه مقام کې له هندي ټوپ‌اچوونکی «جسپریت بومرا» سره برابر شو.
د یادونې ده، راشدخان چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له‌پاره د لوبېدو ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو سترو لیګونو کې لوبېدلی؛ راتلونکې میاشت له بومرا څخه د دغه مقام د نیولو چانس لري.
ټاکل شوې‌ده، راشدخان به د افغانستان په ګټه د زمبابوی په کوربتوب د مارچ په ۴مه نېټه پیلېدونکي غوراوي پړاو سیالیو کې ولوبېږي چې دغه لومړی مقام ښه پوخ کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته