پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نورستان کې د قيمتي ډبرو ۵۰ سلنه ګټه وسله والو مخالفينو ته ورځي
نیټه: Mon, 26 Feb 2018 09:43:48 +0000


نورستان کې د قیمتي کاڼو په نږدې ۴۰۰ کانونو کې نا قانونه کيندنې کېږي او د دغه ولایت ولایتي شورا وايي، د قيمتي ډبرو پنځوس سلنه ګټه د حکومت مخالفینو ته ځي.
نورستان کې چارواکي مني چې په مرکز پارون او اوو واړو ولسوالیو کې د قیمتي کاڼو نږدې څلور سوه کانونو کې عملآ غير قانوني کيندنې کېږي.
بلخوا د دغه ولايت د ولایتي شورا رييس هم وايي د دغو کانونو پنځوس سلنه ګټه د حکومت مخالف وسله وال ترلاسه کوي.
د نورستان د کانونو ریاست د معلوماتو پر اساس، په دغه ولایت کې پر ياقوتو او زمردو سربېره په ۳۷۰ کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي چې حکومت ته یې بېخي ګټه نه رسېږي.
د دې ادارې معلومات ښیي، چي په ځینو کانونوکې داسې ډبرې هم راوتلې چې یو کاڼی یې تر درې ميلیونه افغانۍ هم پلورل شوی دی.
د نورستان ولایتي شورا رييس انجنیر سعدالله پاینده زوی وايي، د دغو کانونو تر پنځوس سلنه ګټه نېغ په نېغه د حکومت مخالفو وسله والو ته ورځي او بیا پرې له حکومت سره د جګړې لپاره وسلې او وسله وال سمبالوي.
هغه وويل، په ټول نورستان کې د قیمتي کاڼو یواځې یو کان په قانوني توګه کیندل کېږي.
عام خلک هم په نورستان کې روانو غیر قانوني کيندونو ته اندېښمن دي او وايي، لرې لا څه چې د حکومتي پوستو تر څنګ هم د کانونو خپلسرې کیندنې روانې دي.
د نورستان يو قومي مشر امان الله عنايت وويل، که د نورستان په ټولو ساحو کې امنيت تامين نه شي؛ نو د دغو کانونو د خپلسرو کيندنو مخنيوی ناشونی دی.
د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي هم وايي چې د دغه ولایت په ۵ ولسواليو کې لوړ امنیتي ګواښونه شته؛ ځکه یې نو کانونه هم له کنټروله وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان په ختیځ کې د قیمتي کاڼو د سوداګرو ټولنې هم اندېښنه ښودلې وه چې غیر قانوني کیندنې ډېرې شوې او یوه لویه برخه یې پاکستان ته قاچاقېږي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محي الدين نوري وويل، کانونه زياتره نا امنو سيمو کې دي او وسله وال يې انتقال له هغو لارو کوي چې د هغوی تر حاکميت لاندې وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته