پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ازبکستان دافغانستان اوطالبانوترمنځ دخبرولپاره کنفرانس پيلوي
نیټه: Wed, 07 Mar 2018 10:01:38 +0000

 

ازبکستان غواړي د خپل ګاونډي افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره یوه نوې لار پرانیزي.
د تاشنکند حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې د مارچ میاشتې په ۲۶ او ۲۷ به "د افغانستان په مشرۍ او اختیار د ملي پخلاینې" کنفرانس نوی پیل وي.
دا لا نه ده معلومه چې آیا د طالبانو استازي به پدې کنفرانس کې ګډون وکړي او که نه، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني به پدې ارتباط مهمه وینا ولري.
 د افغانستان د سولې په ارتباط دا لمړنۍ غونډه ده چې د ازبکستان جمهور رئیس شوکت مرزایوف به يي کوربه وي.
 تاشنکند د افغان سولې کنفرانس لپاره  د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش او په أفغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تدماچي یاماماتو په شمول، د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسۍ فیدیریکا موګیرني، او د چین، روسیې، امریکا، بریتانیې او ډیرو نورو هیوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړې.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه شوې چې دا بلل شوي کسان به ګډون وکړي که نه. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته