پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار حج او اوقافو رئیس په ځانمرګي بریدکې ووژل شو
نیټه:

 
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې نن ماسپښين شاوخوا ۳:۱۰ دقيقې د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني پر موټر ځانمرګی بريد شوی ، چې له امله يې نوموړی، د هغه موټر چلوونکی او ساتونکی وژل شوی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې دا بريد نن تر غرمې وروسته په څه باندې درېيو بجو د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه کې شوى دى.
په دغه پېښه کې ۱۶ ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه، پلي ځانمرګي بريدګر د حج او اوقافو د رييس مولوي عبدالظاهر حقاني له موټر سره ځان جنګولى او چاودنه يې کړې ده.
خوږیاڼي ویلي په دې بريد کې د مولوي حقاني موټر چلووکى ځاى پر ځاى ووژل شو او په خپله حقاني سخت ټپي شوى و، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د هغه په وينا، ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته