پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې ښځينه سوداګرو لپاره ځانګړی بازار جوړيږي
نیټه: Wed, 07 Mar 2018 12:45:12 +0000

 

په ننګرهار کې دښځينه و سوداګرو لپاره دجلا بازار د جوړیدو چارې پیل شوي. 
ولایتی مقامات وايي د ښځينه وو لپاره په جوړېدونکي دې بازار به پنځه اشاریه شپږ میلونه افغانۍ لګښت راشي چې پدې سره به په ننګرهار کې ښځينه سوداګرو دسوداګرې چارې پیاوړي شي. 
دولایتي شورا غړي د میرمنو لپاره د ځانګړې بازار جوړېدل د ښځينه و د سوداګرې لپاره ګټور بولي او ددې مارکیټ دجوړونکي شرکت له مسؤلینو غواړي چې ټولې چارې دې په معیاري ډول ترسره کړي. 
دوي وايي له دې مارکیټ نه به په منظم ډول څارنه وکړي او ترهغې چې يې د ساختمان چارې په معیاري ډول ترسره نشی ګټي اخیستني ته به ونه سپارل شي.
د ښارجوړونې ریاست مسؤلین وايي دا بازار په دوه منزلو کې چې ټول به پکې ۲۶پلورنځي وي جوړيږي او ډاډ ورکوي چې ددې ودانۍ ټولې چارې به په معیاري ډول ترسره کيږي.
ښځينه سوداګري وايې دښځينه وو لپاره دجلا بازار جوړول يي دکلونو ارمان وو.
دوي وايي ددې بازار په جوړیدو سره به يې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې کمي شي. 
دولایتی اداری دمعلوماتو له مخي دامهال په ننګرهار کې شاوخوا اته ویشت زره ښځينه سوداګري او صنعت کاراني شته چې بیلابلو تولیدات کوي او له دې وروسته به خپل ټول تولیدات په دې مارکیت کي په منظم ډول پلوري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته