پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کونړکې هوايي بریدونو دپاکستاني طالبانومهم مشران وژلي
نیټه: Thu, 08 Mar 2018 11:21:50 +0000

 

ځینې سرچنې وايي چې په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې بریدونو کې د پاکستاني طالبانو مهم مشران وژل شوي

دفاع وزارت وايي په کونړ کې بې پیلوټي الوتکې بریدونه کړي او ۱۵ وسله والو مخالفین وژل شوي خو د پاکستان طالبانو د مشرانو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
راپورونه وايي دا  بريد د پاکستاني طالبانو ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى وژل شوی.
د ملي دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې تر ١٥ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د زوى په ګډون یې ګڼ شمېر مهم مشران وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د شلطن ولسوالۍ د چنار بانډې سيمې په چوګام کلي کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى بريد کړى دی.
سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى وسلې او وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي، هغه ترهګرې ډلې چې له ترهګرۍ لاس وانه خلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى نه شي، همدا ډول به له منځه يووړل شي.
بلخوا د کونړ ولايت ځينې سرچينې وايي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى عبدالله هم وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې د دې ډلې ګڼ شمېر نور مشران او ځانمرګي بريدګر هم شامل دي.
راپورونه وايي چې په دغو بريدونو کې د استاد ياسين په نامه د ځانمرګو بريدګرو روزونکى هم وژل شوى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته