پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مکرون:ټرمپ د بیت المقدس په برخه کې تېروتنه وکړه موږ یې نه کوو
نیټه: Thu, 08 Mar 2018 11:31:47 +0000

 

فرانسه وايي امریکا د فلسطین او اسراییلو په برخه کې ستره تېروتنه کړې ده. 
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دا چې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده یوه ستره اشتباه یې وکړه او فرانسه به هېڅ وخت دغه تېروتنه تکرار نه کړي. 
مکرون  د فرانسې د یهودانو له یوې ډلې سره په خبرو کې وویل، چې د ټرمپ دغه اقدام هلته ستونزه نه شي حل کولی بلکې ستونزې به لا ډېرې کړي. 
دده په خبره اوس هم د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ ستونزې مخ په ډېرېدو دي.
 د یهودیانو دغه ډلې د فرانسې له ولسمشر غوښتي وو، چې فرانسه دې هم بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژني، خو مکرون دغه خبره و نه منله او و یې ویل دا تېروتنه امریکا کړې خو پاریس به یې و نه کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته