پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دحج او اوقافو ریس دجنازې لمونځ اداشو
نیټه:

 

 د مشرانو جرګې رييس د ننګرهار د حج او اوقافو د رييس وژل د سيمې د استخباراتو کار بللی  او ويلي یې دي، هغه د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او وسله والو غندلو له امله وژل شوی دی.
فضل الهادي مسلميار دا څرګندونې نن پنجشنبه په جلال اباد ښار کې د مولوي عبدالظاهر حقاني د جنازې په مراسمو کې وکړې او ټينګار يې وکړ چې افغانان په داسې وژنو نه ډارېږي او تل به د خپل وطن د دفاع لپاره مبارزه کوي.
دمشرانو جرګي ریس دمولوي ظاهر حقاني په وژل کیدو خواشینی دی او هغه يي یو ښه عالم او وطنپال شخص وباله. 
دمشرانو جرګي غړي  وايي لاهم دننګرهار دامنیت به برخه کي ګڼي ستونزي شته او وسله وال مخالفین هڅه کوی چي قومي مخور او دیني عالمان په نښه کړي. 
دوي دامنیتی او کشفي ادارو له مسؤلینو غواړي چي د ډاډمن امنیت لپاره دي خپلي هڅي چټکي کړي.
دافغانستان دسولي عالي شورا غړي وايي طالبان دي دسولي په تړاو دافغان حکومت دولسمشر محمد اشرف غني دهغو وړاندیزنو نه چي پدي وروستیو کي يي کړي  دیو فرست په توګه ګټه پورته کړي او دسولي له پروسی سره دي یوځای شي.
دننګرهار دحج اوقافو ریس مولوي ظاهر حقاني، دهغه یوساتونکی او یومحصل   تیره ورځ دیو پلي ځانمرګي برید په پایله کي ووژل شول او شل تنه ملکي وګړي ټپیان شول چي دبرید مسؤلیت هم داعش وسله والو په غاړه اخیستی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته