پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبان:پدې شرط دنورستان خلکو ته د زده کړي او روغتیا اسانتیابرابروې چې له حکومت سره پریکون وکړي
نیټه: Thu, 08 Mar 2018 13:18:16 +0000


 
نورستانيان وايي پاکستانیو طالبانو ورته یوه اونۍ وخت ورکړی چې یا دې له افغان حکومت سره پریکون وکړي او یا دې خپلې  سیمې دوی ته خوشی کړي. 
دنوررستان اوسیدونکي وايي پاکستانیو طالبانو د نورستان خلکو ته د زده کړو او روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو ژمني ورکړي خو په دې شرط چې د افغان حکومت له ملاتړه به لاس اخلي. 
دوی وايي د نورستان د ډیرو ولسوالیو په اکثریت سیمو وسله وال طالبان حاکم دي او دطالبانو  له ویری په هغه سیمو کې د دولت هیڅ نظامي او ملکي کارکوونکي هستوګنه نشي کولی. 
دوی وايي طالبانو ورته یوه اونۍ ضرب الاجل ټاکلی چي یادی د حکومت له ملاتړه لاس واخلي او یا دې  د دوي له لیکو سره یوځای شي او یاخو دې خپلی سیمي طالبانو ته خوشی کړي .
دنورستان دولایتی شورا ریس هم د نورستان د خلکوستونزې تائیدوي او وايي چې دا ستونزي يي د محلي او مرکزي اداري له چارواکو سره شریکه کړي خو تراوسه یې د حل لپاره مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دنورستان اوسیدونکي ګواښ کوي که يې د ستونزو دحل په موخه حکومتي چارواکي اقدام ونکړي نو دحکومت په لویو لاریونو نو به لاس پوری کړي .
هڅه مو وکړه په دې تړاو د نورستان ولایت  نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره يي په نظر اخیستو ونه توانیدو.  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته